عربي رسنیو خبر ورکړی چې د سوریې پر تاریخي ښار «پالمیرا» د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل شویو شمېر ۶۱ تنو ته لوړ شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
الحدث رسنۍ پرون د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په حواله تایید کړې چې پر پالمیرا د اسراییلو په برید کې شاوخوا ۱۱۰ تنه وژل شوي او ټپیان دي.
د دغه راپور له مخې، د اسراییلو په دغه خونړي برید د سوریې په پالمیرا کې د استوګنې درې ځایونه په نښه شوي او لږ تر لږه ۶۱ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په دغه برید کې د حزب الله د ۴ غړو او ۲۲ غیرسوري اتباعو وژل کېدل تایید کړي دي.
د پالمیرا پر لرغوني ښار د اسراییلو وژونکی برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
دا لرغونی ښار د یونیسکو د نړیوال میراث په توګه ثبت شوی او د سوریې یو له مشهورو سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کیږي چې د اسراییلو په برید کې سخت ویجاړ شوی دی.
د ویلو ده چې اسراییلي ځواکونو د روان کال له پیل راهیسې په سوریه کې ۱۵۲ بریدونه کړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34492